د ښار په بېلابیلو ناحیو کي تنظیفاتي چاري په چټکۍ سره جریان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري د یوه منظم پلان له مخي دا مهال د ښار په ټولو ناحیو کي د چریو پاکاري، د کثافاتو ټولولو او انتقالولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. ددغه پلان له مخي پرون د سې شنبې په ورځ د ښاروالۍ تنظیفاتي پرسونل له خوا د ښار د ۶ او ۸ ناحیو په بېلابیلو ګذرونو کي د چریو پاکاري او کثافاتو د انتقال چاري ترسره سوې.
درنو ښاریانو!
ښار پاک ساتل زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی. د ښار ښکلا، پاکوالي او سمسورتیا لپاره له ښاروالۍ سره همکاري وکړئ خپل د کور، دوکان او شاوخوا سیمو کثافات همېشه په ټاکل سوو ځایونو کي واچوئ څو د تنظیف کارکوونکي وکولای سي چي پر وخت ستاسو د سیمي کثافات له ټاکل سوو ځایونو څخه راټول او انتقال کړي.