د کندهار ښاروالی په ۱۲ ناحیه کی د نرګس ګذر د سړک قیریزی

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۲:۵۶
Kandahar Municipality

کندهارښاروالي دخپلو رغنیزو پروژو په دوام دښار۱۲ ناحیې اړوند په نرګیس ګذر ساحه کي د ۱۳۰۰متره په طول ۸ متره په عرض دیوه سړک داساسي قیریزي چاري راپیل کړې .

ورځ دوشنبه /۱۳۹۹-اسد -۶

کندهارښاروالي د دولسمي ناحیې اړوند په نرګیس ګذر کي د ۱۳۰۰متره په طول او ۸ متره په عرض دیوه سړک اساسي قیریزي راپيل کړه او تر څنګ یي د ۹۰۰متره په اوږدوالي دچرۍ جوړولو پروژه هم بشپړه کړه په دې پروژه کي د۵متره په بره او ۱۰متره په عرض دیوه پلچک دجوړېدو چاري هم رواني دي او دوه کوچني پلچکونه یي هم دجوړېدو په پلان کي شامل دي .

داپه داسي حال کي ده چي کندهار ښاروالي دښار په ۱۵ ناحیو کي متوازنه پراختیا رامنځته کړې او دښارټولو اوسېدونکوته ښاري سهولتونه رامنځته کوي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالی په ۱۲ ناحیه کی د نرګس ګذر د سړک قیریزی