د کندهار ښاروالۍ او امنيه قمندانۍ ترمنځ د همږغۍ غونډه ترسره سول!

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ - ۱۰:۸
اداري مجلس

د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي د ښاروالۍ د رهبرۍ، ناحیو آمرینو او د کندهار امنیې قوماندانۍ له رهبرۍ او حوزو آمرینو تر منځ د همږغۍ مجلس تر سره سو، چي په کښي د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، د کندهار ښاروالۍ تخنیکي او سکټوري ریاست رئیس مولوي نورالباقي خادم، د کندهار امنيه قمندانۍ د تروریزم مدیر مولوي ذب./یح الله او ګڼو نورو مسؤلينو ګډون درلود.

یاد مجلس چي د قرآن کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت کولو سره راپیل سو، په شروع کښي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند ټولو راغلو د ناحیو او حوزو مسؤلینو ته ښه راغلاست ووایه او د ښه راغلاست ترڅنګ ئې د ښاروالۍ په چارو کښي د دواړو خواو ترمنځ د همږغۍ په اړه وینا وکړل، هغه يادوونه وکړل چي دغه ن./ظام ساتنه غواړي او ساتنه یې پر موږ او تاسو فرض ده، نو په همدې موخه دغه د همږغۍ مجلس مو جوړ کړئ دی، چي یو د بل سره په ګډه او ښه هماهنګۍ او همږغۍ چاري تر سره کړو او يو بل ته د شرعیت او اصولو په چوکاټ کښي همکاره پاته سو.

ورپسې د کندهار امنیه قوماندانۍ د تروریزم مدیر مولوي ذب./یح الله د حوزوي آمرینو په استازیتوب وویل چي موږ ټول ن./ظام.ي مسؤلین د کندهار ښاروالۍ سره همکاره یو او د ښاروالۍ سره په چارو کښي د همکاریو ورکولو ډاډ ورکوو.

د همږغۍ په موخه په همدې جوړ سوي مجلس کښي د کندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال د ښه راغلاست تر وینا وروسته د کندهار ښاروالۍ او حوزو مسؤلینو ترمنځ د ګډي همکاریو پر هڅو باندي خبري وکړې .

نوموړي دا هم څرګنده کړه، چي کندهار ښاروالۍ او حوزو آمرینو ترمنځ باید پوره همږغۍ او هماهنګي موجوده وي.

د مرستیال ښاروال تر وینا وروسته د کندهار ښاروالۍ تخینکي او مسلکي رئیس مولوي نورالباقي خادم هم د ښاروالۍ اړوند لکه: اعمار، کمپاینونه، عامه لارو خلاصون او د مځکو غصب ترڅنګ د امنیه قوماندانۍ پر همکاریو وږغېدی.

د همږغۍ د همدې مجلس په وروستیو شېبو کښي د کندهار ښاروالۍ مسؤلینو، د ناحیو او حوزو آمرینو خپل نظرونه، غوښتني او سوالونه د آزاد بحث له لاري شریک کړل، چي وروسته ياد مجلس د اختتامیه دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.

 

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ د  ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ او امنيه قمندانۍ ترمنځ د همږغۍ غونډه ترسره سول!