د کندهار ښاروالۍ لخوا دټاکل سوي کمیټې د غړو په شتون کي د څوارلسمي ناحیې ګذرونو ته د طرزالعمل سر ه سم وکیلان وټاکل سول .

د کندهار ښاروالۍ لخوا د معیاري ګذرونو د جوړېدو په موخه د ګذرونو لپاره وکیلان ټاکل کیږي چي نن په نوبت سره د څوارلسمي ناحیې ګذرونو ته د وکیلانو د ټاکلو پروسه تر سره سوه چي لومړي ګذر ته عبداللطیف د ۶۸تائد رایو (صفایي کتابچو) په درلودلو سره وکولای سوای چي د لومړی ګذر وکالت ته لاره پيدا کړي.
د کندهار ښاروالۍ لخوا د ټاکل سوي کمیټې غړو ورته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چي دکندهار ښاروالۍ او خلګو ترمنځ دي د لا ښې همکاري رول ولوبوي .