د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب وايي!

په ښار کي به ټولو هغه ستونزو ته رسيدګي کوو کوم چي عام ښاريان يي په مشکل کي اچولي دي.
پرون شپه يې د سردار مددخان څلور لاري سره دسړک هغه ځای ورغوی کوم چي عام ښاريان يې په مشکل کي اچولي وه.
نن شپه يې د مرکزي دار الافتاء او آب رسانۍ رياست سره د يوبل تخريب سوي سړک د رغولو چاري راپيل کړې.
دا لړۍ به همداسي روانه وي هر هغه ستونزه چي په ښار کي موجوده وي د امکان تر حده به ورته رسيدګي کيږي.