د کندهار ښاریانو په همکاري سره کندهار ښاروالۍ کولای سي رغنیزه پراختیا نوره هم چټکه کړئ.

د کندهار ښار د دیارلسمي ناحیې اړوند د سرې غونډۍ عمومي سړک چي ۱۵۲۰متره اوږدوالي او ۸ متره بر لري کندهار ښاروالۍ اساسي ورغوۍ د دې ترڅنګ یې ۱۷۲۴متره په اندازه یې چرۍ د یاد سړک په مسیر کښي په اساسي توګه سره جوړه کړه او ۳۷،۸متره په اندازه سنګکاري ،۴ دانې پلچکونه او ۲۰۰ دانې سلبونه هم د یادي پروژې پر مهال جوړ سوي د دې سړک په جوړېدو سره د یادي ناحیې اوسیمي خلګو ته بهترینه ښاري اسانتیا رامنځته سوه.