د کندهار ښار اولي ناحیې اړوند عزیزي واټ سړک افتتاح او ګټي اخیستني ته وسپارل سو .

ددې پروې د افتتاح په مراسمو کي د ښاروالۍ چارو معین روح الله نیازي، د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات، کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات، د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وزیر مسعود اخندزاده او ګن قومي مشران راغلي وه .
دا سړک چي ۳۸۰ متره اوږدوالی لري، بدنه یې ۱۲ متره او د پروژې لګښت یې ۷۶۵۵۹۸۰ اووه میلیونه شپږ سوه پنځوس زره نهه سوه اتیا افغانۍ دئ.
دا سړک په شپږ میاشتي کي د کندهار ښاروالۍ د انکشافي بودیجې له لوري جوړ سوی دئ چي د شپږو میاشتو په موده کي پکښي ۲۵۰۰ مسلکي او غیر مسلکي نفرو ته د کار زمینه برابره سوې وه .