د کندهار ښار د دولسمي ناحیې په نرګیس ګذر کي د سړک رغنیزي چاري رواني دي

کندهار ښاروالي د ښار د دولسمي ناحیې په نرګیس ګذر کي د ۱۳۰۰متره سړک د ۸ متره په عرض او ۸۰۰ متره چرۍ، ۱ پلچک ۱۶۰ دانې سلبونو د رغوني چاري راپیل کړي دي، دا چي د یاد سړک لومړی برخه یې خامه کاري ده په دوهمه برخه کي به یې د قیریزي چاري هم په معیاري توګه سره راپيل سي.
کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار بنسټیزي او معیاري پراختیا ته ژمن دی، ښاروال پر ښاریانو ږغ کوي چي د خپلي ښاروالي د حیاتي او پرمختیایي پلانونو په تطبق کي دي د ښاروالي ملاتړ وکړي د هغه په خبره ښاروالي یوه تصدي ده خپلي ټولي پرمختیایي چاري، د ښار د تنظیف او سرسبزۍ ګړندي توب د ښاریانو له صفایي ټکسونو او عوایدو څخه کوي.
دا چي ښاروالي په رغنیزو چارو کي چټکتیا راغلې وي، د ښار د زرغونوالي او پاکوالي په برخه کي نور هم ډېر کار سوی وي کندهار ښاریان کولای سي د خپلو صفایي ټکسونو په تحویل سره دا چاري نوري هم چټکي کړي.