د کندهار ښار په دريمه ناحيه، څلرم ګذر کي د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو کار جريان لري

کندهار ښاروالي د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په دريمه ناحيه، څلرم ګذر کي د ده خواجې مانده د سنګ کاري کولو چاري راپيل کړي دي.
دا مانده چي د ۵۰۷ متره په اوږدوالي، ۶ متره بردوالي او ۳ متره په جګوالي سره په اساسي ډول رغول کيږي، څه کم يوه مياشت مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوي دي او پاته کارونه به يې د ۳ مياشتو په موده کي بشپړسي.
په دغه ستره رغنيزه پروژه کي هره ورځ ۹۵ کسانو ته دکار کولو زمينه برابره سوې ده، ۲۰ کسان په مسلکي ډول او ۷۵ کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.
ددې مانده په سنګ کاري کولو سره دسيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.