د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۱:۱۰
بيارغونه

کندهار ښاروالي د ښار په ديارلسمه ناحيه، دريم ګذر، د ميرزا احمد خان په کلاچه کي د يو کانال او سړک د رغولو چاري راپيل کړي دي.

کانال تقريبا ۳۳۷ متره اوږدوالی، دوه نيم متره بردوالی او دوه متره جګوالی لري. او سړک تقريبا ۱۳۹ متره اوږدوالی، څلور متره بردوالی او په څنګ کي ۱۳۹ متره چرۍ هم په اساسي ډول رغول کيږي.

دغه پروژه چي يوه مياشت مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوي دي تر دې مهاله يې ۳۵ فيصده کارونه مخته تللي دي او پاته کارونه به يې د درو مياشتو په موده کي بشپړسي.

په ياده پروژه کي هره ورځ ۱۱۷ کسانوته دکار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۲۲ کسان په مسلکي ډول او ۹۵ کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.

د همدې پروژې په تطبيق کولو سره دسيمي خلګو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ديارلسمه ناحيه کي ديو کانال او سړک د رغولو کار جريان لري