د کندهار ښار په شپږمه ناحيه، دوهم ګذر کي د يو مهم سړک رغولو چاري پيل سوې!

يکشنبه ۶ / ۲ / ۱۴۰۴ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل دښار په ۶ ناحيه، ۲ ګذر کي پلانو ته څېرمه د يو مهم سړک رغولو چاري پيل کړې.
دا سړک چي د ده محسوس له عمومي سړک څخه شروع کيږي بيا تر نوي کلاچې پوري غځيدلئ دی، تقريباً ۶۳۰ متره اوږدوالۍ او ۷ متره پلنوالۍ لري، فعلاً يې رغنيزي چاري پيل سوې چي پاته کارونه به يې د دوو اونيو په موده کي پای ته ورسيږي.
د ياد سړک په رغولو کي هره ورځ ۲۵ کسان په فني او غيري فني ډول په کار کولو بوخت دي.
د همدې مهم سړک په رغولو سره د سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.