د کندهار ښار په لسمه ناحيه، دريم ګذر کي د زړو ګچ خانو سره د مانده سنګ کاري کولو کار جريان لري!

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۱۶
سنګ کاري

کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعالېتونو په لړ کي داځل د ښار په ۱۰ ناحيه، ۳ ګذر کي د زړو ګچ خانو سره د مانده سنګ کاري کولو چاري پيل کړي دي.

دا مانده ۷۰۰ متره اوږدوالۍ او ۴،۵ متره پلنوالۍ او ۲،۵ متره جګوالۍ لري. دوې مياشتي مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي دي او پاته کارونه به يې د يوې مياشتي په موده کي بشپړ سي.

په دې پروژه کي هره ورځ ۱۵۰ کسانو ته په فني او غيري فني ډول د کار کولو زمينه برابره سوې ده.

د سيمي اوسېدونکو د ياد مانده په اساسي رغولو زياته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په لسمه ناحيه، دريم ګذر کي د زړو ګچ خانو سره د مانده سنګ کاري کولو کار جريان لري!