د کندهار ښار په ټولو ناحيو کښي د تنظيف کارونه په منظم ډول جريان لري!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۹:۳۱
د نواحيو پارکاري

د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري د دوو اونیو په جریان کي د ښار د بیلا بیلو ساحو څخه د (۱۱۰۸۸) متره مکعب کثافات راټول کړي او تر ټاکل سوي ځای پوري لېږدول سوي.

په همدې موده کي د یاد مدیریت کاري پرسونل له خوا د ښار د پاکارۍ په برخه کي د ۲۲۱ کیلو متره چرۍ، ۱۹۲ کیلومتره دسړکانو جارو کښي او ۳،۴ کیلو متره د ښار د پاتابونو د پاکولو چاري ترسره سوي دي.

او ترڅنګ يې د (KRO) مؤسيسې له خوا د ده خواجه مانده د پاکارۍ چاري هم جریان لري.

د ښار پاک ساتلو ته پاملرنه زموږ او ستاسي ګډ مسؤلیت دی؛ نو په همدې خاطر له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کیږي، چي د بې ځایه کثافاتو له اچولو څخه ډډه وکړي.

په درنښت

د کندهار ښاروالۍ

د ويب سايټ مديريت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په ټولو ناحيو کښي د تنظيف کارونه په منظم ډول جريان لري!