د کندهار ښار په ۹ ناحيه، ۳ ګذر کښي د څلور کوڅو د کانګريټ کولو کار جريان لري!
يکشنبه ۸ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعالېتونو په لړ کښي داځل د نهمي ناحیې اړوند په دریم ګذر کښي د څلورو کوڅو د کانګریټ کولو چاري راپیل کړي دي.
دغه کوڅې چي تقريباً ۱۰۱۹ متره اوږدوالي او ۵ متره بردوالۍ لري ټولي رغنيزي چاري به يې د درو مياشتو په موده کښي بشپړ سي.
په دې ستره او رغنیزه پروژه کښي هره ورځ (۱۱۸) کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي (۱۲) کسان په مسلکي توګه او (۱۰۶) کسان په غیر مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د همدغه کوڅو په رغولو سره د يادي سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
