نظرمحمد پاڅون د لسمي ناحیې د لومړی ګذر وکیل وټاکل سو.

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۱۱:۵۳
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس پر داسي مهال چي د ګذرونو د وکیلانو دټاکلو په موخه د کندهار ښاروالۍ لخوا د جوړي سوي کمیټې غړو یې ملتیا کول د طرزالعمل سره سم یې نن د لسمي ناحیې د لومړی ګذر لپاره ټاکني وکړې چي نظرمحمد پاڅون د طرزالعمل سره سم وکولای سوای د ۱۸۶تائد رایو(صفایي کتابچو) په درلودلو سره د لسمي ناحیې

Kandahar Municipality

دلومړی ګذر وکالت ته لاره پیداکړي.

د کندهار ښاروالۍ دښاري حکومتولۍ رئیس او دکمیټې غړو نوی ټاکل سوي وکیل ته دمبارکۍ ویلو ترڅنګ د ښاریانو او ښاروالۍ ترمنځ دښې همږغۍ راوستلواو نورو مهمو برخوکښي سپارښتني وکړې .

وروسته نظرمحمد پاڅون ژمنه وکړه چي د هیواد او ولس دخدمت په لاره کښي به د کندهار ښآروالۍ لخوا په هره برنامه کښي همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

نظرمحمد پاڅون د لسمي ناحیې د لومړی ګذر وکیل وټاکل سو.