په څوارلسمه ناحيه کښي د کوڅې د کانګريټ کولو او چرۍ جوړولو کار جريان لري!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۸:۳۸
پروژه

چهارشنبه ۲۴ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش کال.

کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو او پراخو انکشافي فعالیتونو په لړ کښي داځل په څوارلسمه (۱۴) ناحیه کښي د محمود طرزي لیسې شمال طرفته د (۲۸۵)متره په اوږدوالي د دوو چریو او یوې کوڅې د کانګریټ کولو چاري راپیل کړي دي .

د يادوني وړده چي د دې پروژې ټول لګښت د کندهار ښاروالۍ د مالي بودجې څخه ورکول کيږي.

په دې بنسټیزه پروژه کښي په مسلکي توګه (۳) نفره او غیر مسلکي توګه (۱۰) نفرو ته د کار زمینه برابره سوې ده.

د همدې سیمي اوسېدونکو د کندهار ښاروالۍڅخه مننه وکړل چي زموږ مشکلاتو ته په کتلو او د ښاریانو د سهولت په موخه د همداسي پرمختیايي پروژو د تطبیق چاري راشروع کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

په څوارلسمه ناحيه کښي د کوڅې د کانګريټ کولو او چرۍ جوړولو کار جريان لري!