په کندهار ښاروالۍکښي د ۱۴۰۲ ه ش کال د دريمي ربعي د شفافيت او حساب ورکولو غونډه ترسره سول!
سه شنبه ۳ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي د ۱۴۰۲ مالي کال د دریمي ربعي( میزان، عقرب او قوس) میاشتو اړوند د ښاروالۍ د ترسره سوو فعالېتونو په اړه د شفافیت او حساب ورکولو غونده جوړه سوه، په دغه غونډه کښي د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند ترڅنک په کښي مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال، تخنیکي او مسلکي رئیس مولوي نورالباقي خادم، د ښار د پنځلسو ناحیو علماء کرامو، متنفیذینو، د مشورتي بورډ اعضاوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون درلود.
د شفافیت همدا غونډه چي د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو سره راپیل سوه، په پيل کښي د کندهار مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال ټولو راغلو ګډون والو ته ښه راغلاست ووایه او ترڅنګ ئې زیاته کړه، چي د ښه حکومت اصل دادی چي ملت اعتماد او باور پر ولري او ښه ملت بیا هغه دی، چي د خپلو مشرانو او حکومتونو سره همکاره وي، نو په همدې اساس موږ مسؤلین دا مسؤلیت لرو، چي تاسو د کندهار ښاروالۍ له روانو فعالېتونو څخه خبر او حساب ئې درکړو.
د مرستیال ښاروال صاحب تر وینا وروسته د شفافیت او حساب ورکولو عمومي مدیر له لوري د درېمي ربعي اړوند د ښاري حکومتولۍ ریاست د ترسره سوو فعالېتونو، کړنو او لاسته راوړونو اړوند مفصل معلومات له درنو برخه والو سره شریک کړل.
ورپسې د عوایدو او محاسبې آمريت او د سکټوري او ښاري خدماتو آمريت آمرينو لخوا د راټول سوو او مصرف سوو عوایدو، تدارکاتي او اداري چارو ترڅنګ د بشپړ سوو او روانو پرمختايي غټو او کوچنیو پروژو، انکشافي خدماتو، تخنیکي او مسلکي چارو په اړه خپل ترتیب سوي معلومات وټولو ګډون والو ته وړاندي کړل.
د یادي غونډي په وروستیو شېبو کښي د کندهار ښاروال ملا حکمت الله اخند هم ټولو ګډون والو ته ئې د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د خپلو خبرو په جریان کښي څرګنده کړه، چي موږ او تاسو باندي د امر اطاعت واجب دی او موږ ددې اطاعت په سلسله کښي راغلي یو او راته سپارل سوې دنده به په پوره توجوع سره سرته رسوو .
راغلو مسؤلینو، ځوانانو، متنفیذینو، ګذر وکیلانو هم د خپلو ناحیو په استازیتوب خپلي غوښتني او پوښتني له مسؤلینو سره شریکي کړې او د مسؤلینو له خوا ورته په مفصل ډول جوابونه ورکړل سول.
د یادوني وړ ده، چي د شفافیت او حساب ورکولو غونډي د مالي کال په جریان کښي د هري ربعي له پای ته رسېدو سره سم د کندهار ښاروالۍ دریو ریاستونو د ترسره سوو کړنو او فعالېتونو اړوند ښاریانو ته د حساب ورکولو په موخه جوړیږي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
