کندهارښاروالي په کندهار ښار کښي بنیادي تغیرات راولي .

کندهار ښاروالي د روانو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي دښار د شپږمي ناحیې اړوند په جدید ګذر سیمه کښي د ۶۳۱ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړېدو رغنیزي چاري راپيل کړي دي ، د دې ترڅنګ د ۵۷۵ متره په طول 1.2عرض او 2.5 متره په ارتفاع استېنادي دېوال چي مجموعآ تقریبآ۱۲۸۲متره مکعبه سنګکاري کیږی همدارنګه د ،۶۸۶متره په طول چرۍ، درې دانې پلچکان چي ۸،۶۰ متره اوږدوالي لري د دې سړک په رغنیز پلان کي شامل دي ، ترڅو دمحل اوسیمي او سېدونکو ته بهتره ښاري خدمات وړاندي سوي وي .