کندهارښاروال: هیڅوک نسي کولای پرخپل سر ښار کي خپل سري خټي وکړي.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پر د اسي مهال چي مرستیال ښاروال ،دښاري حکومتولۍ رئیس او سکټورئيس هم حاضر وو دناحیو د امرینو سره په مجلس کي یادي څرګندوني وکړې.
کندهار ښاروال وویل د خپل سري خټو کنترول ورته لومړیتوب لري دښاري نظم په خاطر باید هم خپل سري خټي کنترول سي او هم د ځمکو د غصب مخه ونیول سي کندهارښاروال همدا راز د ځمکو دغصب او خپل سري خټو په مخنیوي کښي یوه کمیټه هم وټاکل ترڅو هرڅه کنترول کړي،بله مهمه موضوع د عامو لارو خلاصون وو کندهار ښاروال وویل باید په کندهار ښار کي پياده رونه او عامي لاري خلاصي کړل سي ترڅو ولس ته په ورځني ښاري ژوند کي بهتره سهولت رامنځته سي همدارنګه په مجلس کښي تصمیم ونیول سو چي د ښار د پاکوالي په موخه به لوی حشر ترسره کیږي ترڅو په دې سره دحشر کلتوري دود فرهنګ په خلګو کښي راژوندی سوی وي همدا ډول په ننني مجلس کښي پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو خبري وسوې او په اړه یې اړوندو مسؤلینوته لازم هدایتونه وسول.
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |