کندهار ښاروالي او سبا دلوړو زده کړو مؤسسې تر منځ د دوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.

دا هوکړه لیک چي په ۶ مادو کي ترتیب سوی دی ،دلاسلیک نېټې څخه داعتبار وړ دی .
کندهار ښار وال انجنیر محمد رفیع حیات پر داسي مهال چي د سبا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محمد کریم کمال او علمي استازي هم حاضر وه دخپل کار په د فتر کي یې ددوه اړخیزه همکاریو هوکړه لیک یي ورسر ه لاسلیک کړ .
دهوکړه لیک پر مهال کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وویل خوښ دی چي له یوه بل علمي او پوهنیز مرکز (سبا د لوړو زده کړو مؤسسه) سره ددوه اړخیزه همکاریو تړون امضاکوي ،هغه د ظرفیت لوړوني ،د مامورینو لپاره په اقتصادي عرصه کي دمرستي ، د کندهار ښاروالي او سبا دلوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ په تخنیکي برخه کي ،د کندهار ښاروالي ورکشافونوته د سبا دلوړو زده کړو مؤسسې د استادانو او محصلینو راتګ او تجریبو شریکولو په مورد دا هوکړه لیک ګټور وبلۍ .
دښاغلي حیات په خبره کندهار ښاروالي ته دسبا لوړو زده کړو مؤسسې لخوا (۳۰)سکالرشیفونه په ۱۰۰٪تخفیف او (۱۰۰) سکالرشیفونه په ۷۵٪تخفیف ورکړي دي چي کندهار ښاروال یي دکور وداني ویلو ترڅنګ دانیک احسان وستایه هغه وویل کندهار ښاروالي ژمنه ده چي په بیلابیلو برخوکښي به دښاروالي مامورین ورته معرفي کوي ترڅو نور هم په علمي او پوهنیز ډګر کښي دښاروالي مامورین با ظرفیته سوي وي .
وروسته د سبا د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس محمد کریم کمال دخپلو خبرو پرمهال وویل سبا دلوړو زده کړو مؤسسې په بیلابیلو برخو کي له دولتي اداراتو سره تفاهم نامې امضاکړي او کوښښ کوي ځوانان په ښه توګه سره له علمي او پوهنیزو برخو څخه وروزي هغه دکندهار ښاروال څخه مننه وکړه چي زړه یې ښه کړ ترڅو دکندهار ښاروالي د مامورینو او سباد لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ یې دښې همکاري را وستلو په برخه کي کار وکړ.
همدا رنګه هغوی دخپله طرفه کندهار ښاروال ته دهمکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چي په پوره همږغۍ سره به دا د دوه اړخیزه همکاریو تړون عملي کوي.