کندهار ښاروالي د هري پرمختیایي پروژې په عملي کولو سره د ښار د اوسېدونکو لپاره ښاري سهولتونه محیا کوي
د کندهار ښاروالي لخوا د ښار لپاره د اساسي پروژو د تر سره کولو په لړ کي د ښار د نهمي ناحیې په ۵ ګذر (غشي ګذر) کي د دو سړکانو د اساسي جوړوني چاري راپيل سوي دي.
د یاد ګذر لومړی سړک چي د ۷۶۰ متره په طول ۸ متره په عرض دی او دوهم سړک چي د ۳۳۲ متره په طول ۹،۳۰متره په عرض دی اساسي جوړیږي او تر څنګ یې د همدې سړکونو په امتداد یو پُل چي د ۲۲ متره په طول او ۹،۳۰ متره په عرض دی او چرۍ هم لري چي ۳۳۰ متره ده جوړیږي.
ددې پروژې په عملي کولو سره هم ښاریانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې او هم به ددې سیمي په بڼه کي د پام وړ بدلون راسي.
د محل اوسېدونکي د کندهار ښاروالي ددې کار څخه رضایت څرګندوي او د ښاروالي په پلانونو کي د پوره همکاري ډاډ ورکوي.
بل خوا کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات وایي د ښار د معیاري پراختیا لپاره به په متوازنه توګه سره د ښار په ټولو ناحیو کي خدمات عرضه کړي هغه له ښاریانو غوښتنه لري چي خپل د صفایي ټکسونو په تحویل سر ه دي د ښاروالي په روانو چارو کي نوره هم چټکتیا راولي.
