کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسمه ناحيه کي د سالوخان چمن اړوند د زابر غاړي سړک د اساسي رغولو چاري راپيل کړې!

دغه سړک چي نن ورځ يي د يولړ مراسيمو په ترڅ کي د رغولو چاري راپيل سوې پکښي د کندهار ښاروالۍ تخنيکي او سکټوري رئيس مولوي نورالباقي خادم، سکټوري آمر، د پنځلسمي ناحيي امر، د پنځلسمي حوزې امر، د يادي ناحيې ګذر وکيلانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، او عامو هيوادوالو ګډون کړی وو.
د کندهار ښاروالۍ تخنيکي او سکټوري رئيس په يادو مراسيمو کي خوښي څرګنده کړل چي په ټول افغانستان کي دغسي د خوښي او پرمختګ کارونه جريان لري او هم يې ددې سيمي اوسېدونکو ته ددغه سړک په اړه بشپړ معلومات ورکړل او ترڅنګ يې د ياد سړک د اساسي رغولو مبارکي د همدې سيمي اوسېدونکو او پر همدې لاره تلوونکو کسانو ته وويل.
دغه سړک چي د سالوخان چمن اړوند د عمومي ډامبر څخه شروع کيږي بيا د قاسم ترپله پوري غځيدلی دي، تقريبا (۲۵۰۵) متره اوږدوالی او ( ۸ ) متره بردوالی لري.
د نوموړي سړک ټولي رغنيزي چاري به د درو مياشتو په موده کي بشپړي سي او ګټي اخيستني ته به وسپارل سي.
په دغه ستره او رغنيزه پروژه کي هره ورځ ( ۱۲۰ ) کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ( ۶ ) کسان په مسلکي ډول او ( ۱۱۴ ) کسان په غيري مسلکي ډول کار کوي.
د ياد سړک په اساسي ډول رغولو سره د همدې لاري تلوونکو کسانو او د همدې سيمي اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم او اساسي ګام تود هرکلی يې وکړي.