کندهار ښاروالي د ۱۳ ناحیې په صمیم ګذر کي د خلګو د سهولت په منظور ۴ سړکونه په اساسي توګه سره جوړوي
چي لومړی سړک د ۸۵۴ متره په طول ۱۰ متره په عرض دی دوهم سړک د ۶۱ متره په طول ۸،۵ متره په عرض دی دریم سړک د ۶۰ متره په طول ۸ متره په عرض دی او څلورم سړک د ۴۱۵ متره په طول ۷ متره په عرض دی چي د سړکانو مجموعه اوږدوالي ۱۳۹۰ متره کیږی ددې سړکانو د جوړېدو سر ه سم یې په پروژه کي د ۵۳۸ متره په اوږدوالي چرۍ د ۱۰ متره په طول ۱،۱۰ متره په عرض پلچک او یو غټ پُل د۸متره په طول او ۱۰،۸متره په عرض دی په دې پروژه کي شامل دي چي د همدې ګذر د پروژو څخه فعلأ د چرۍ او لومړی پلچک رغنیزي چاري رواني دي چي په زیات شمیر خلګوته د کار کولو زمینه پکښي برابره سوې ده.
