کندهار ښاروالي په شپږمه ناحيه، اول ګذر، د پښتون باغ په سيمه کي د کوڅې کانګريټ کولو چاري راپيل کړې!

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۰:۴۲
بيا رغونه

کندهار ښاروالۍ د ښاري ودي او پراختيا په برخه کي داځل د ښار په شپږمه ناحيه، اول ګذر، د پښتون باغ په سيمه کي د کوڅې کانګريټ کولو چاري راپيل کړې.

دغه کوڅه تقريباً ۳۵۰ متره اوږدوالی، ۷ متره بردوالۍ او دواړو طرفونو ته د ۶۰۰ متره چرۍ په لرلو سره په اساسي او معياري ډول رغول کيږي.

ياده رغنيزه پروژه چي اوس فعلاً يې کارونه راپيل سوه، ټولي رغنيزي چاري به يې د څلورو مياشتو څخه په کمه موده کي بشپړي سي.

په نوموړې پروژه کي هره ورځ ۹۵ کسانو ته د کار کولو زمينه برابره سوې ده چي ۷ کسان په مسلکي ډول او ۸۸ کسان په غيري مسلکي ډول په کار کولو بوخت دي.

د همدې کوڅې او چريو په جوړولو سره د همدې سيمي خلګو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالي په شپږمه ناحيه، اول ګذر، د پښتون باغ په سيمه کي د کوڅې کانګريټ کولو چاري راپيل کړې!