کندهار ښاروالي په ۹ ناحیه کي ۱۳۰۶ متره په اوږدوالي د سړک رغونه را پیل کړې ده
کندهار ښاروالي د خپلو رغنیزو پروژو په لړ کي د ښار د نهمي ناحیې په ۷ ګذر چنار کي د ۱۳۰۶متره په طول، ۹ متره په عرض د سړک اساسي رغونه پیل کړې ده، ددې سړک په امتداد ۱۳۰۰متره چرۍ او ۲۶۰ دانې سلبونه هم په نظر کي نیول سوي دي تر څو ددې سړک د معیاري جوړېدو سره د یادي ساحې په پرمختیایي برخه کي بدلون راغلی وي.
ددې تر څنګ کندهار ښاروالي د ښار په ۱۵ ناحیو کي پرمختیایي پروژې عملي کوي تر څو په متوازنه توګه سره د ښار ټولو برخو ته پراختیا ورکړل سوې وي.
کندهار ښاروالي له خپلو ښاریانو غوښتنه لري چي د ښاروالي د پلانونو په عملي کولو کي د خپلي ښاروالي سره همکاره سي تر څو کندهار ښاروالي وکولای سي لا بهتره ښاري سهولتونه محیا کړي.
باید وویل سي کندهار ښاروالي د ښاریانو د علویتونو او ضرورتونو په نظر کي نیولو سره غواړي د خپلو ښاریانو په همکاري په ښار کي اړیني، معیاري او بنسټیزي پروژې په لاره واچوي.
