کندهار ښاروالۍ اړوند په دريمه ناحيې کښي د یوې بنسټيزي پروژې رغنيزي چاري!

کندهار ښاروالۍ د روانو پرمختیایي او انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل په ) ۳ (ناحیه کښي د( ۶۸۷) متره په اوږدوالي د یوه کانګریټي سړک د اساسي جوړوني چاري راپیل کړې چي عملاً یې (%۳۰) پرمختیایي چاري یې تر اوسه مخته تللي دي او کار یې لا هم عملاً په ښه معیار روان دي.
دغه کانګریټي سړک چي پرمختیایي چاري یې د راتلوونکو درو میاشتو په حدودو کښي په بنسټيزه، معیاري او اساسي توګه سره سرته رسیږي په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه او غیري مسلکي توګه سره (۱۵۰) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیداسوئ دی، د نړیوال بانګ په مالي مرسته او د (UNOPS) برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې چاري عملاً مخته ځي. په دې پروژه کښي ټول کار د کاریګرو پواسطه مخته ځي او د اړتیا پرمهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.
کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وائي: د هري پرمختیایي پروژې نظارت د دوئ تخنیکي ټیمونه کوي او ښه کیفیت رغنیزي پروژې تطبق کوي.
د کندهار ښاروال په خبره د ښاریانو د سهولت او ارامتیا په برخه کښي د ښاریانو اساسي لومړیتوبونو ته متوجه دی او کوښښ یې هم دادی چي د خپل کاري پرسونل سره په ګډ کار کولو سره په دې تاریخي او ویاړلي ښار کښي اساسي ښاري بنسټيز نوښتونه رامنځته کړي، ترڅو ګران ښاریان راحته سوي وي.