کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو انکشافي چارو په لړ کښي داځل په پنځلسمه ناحیه کښي د مرکزي یخ کاریز په سیمه کښي د یوه کانګریټي سړک جوړوني چاري عملأ پرانیستلې!

mohammadi_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۲
د ۱۵ ناحيي رغنيزي چاري

د کندهار ښاروالۍ مرستیال مفتي قدرت الله (الوصال) پر داسي مهال چي ،سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،تخنیکي ټیم او د پنځلسمي ناحیې اولسي مشرانو یې ملتیا کول په مرکزي یخ کاریز ساحه کښي د یوه کانګریټي سړک رغنیزي چاري پیل کړې.

د(۴۴۰متره په اوږدوالي دغه سړک چي د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکاري،د نړیوال بانګ په مالي تمویل او د همکاره مؤسسې (UNOPS) په مدیریت یې د (۷۵کاري ورځو په جریان کښي بنسټيزي چاري بشپریږي په اساسي او مسلکي توګه سره یې رغنیزي چاري مخته ځي،ددې پروژې پر مهال په مسلکي توګه (۱۰) تنو او غیري مسلکي توګه سره (۱۳۰) تنو ته کاري فرصت برابرسوئ دی.

دا پروژه د کاریګرو لخوا مخته بیول کیږي او ټولي چاري به یې کاریګر کوي ترڅو خلګو ته کاري فرصت زیات سوئ وي او د اړتیا پر مهال به له ماشینیري وسایطو څخه استفاده کیږي،د دغه مهمي پروژې په پرانیست مراسیمو کښي د ښاروالۍ مرستیال وویل: که څه هم کندهار ښاروالۍ د ښار په ټولو ناحیو کښي پراخ انکشافي کارونه او رغنیزي چاري د خپل انکشافي پلان له مخي مخته وړي ولي ورسره په څنګ کښي له ښه مرغه همکاره مؤسسات هم اوږه پر اوږه کار کوي ترڅو د کندهار ښاریانو د سهولت په عرصه کښي په هره برخه کښي ښاري اسانتیاوو ته لاره هواره سوې وي،د کندهار ښاروال مرستیال وویل: کندهار ښاروالۍ په کافي اندازه تخنیکي پرسونل لري که هره مؤسسه او خلګ غواړي کندهار ښار کښي په ښاري برخه کښي ښاري سرمایه ګزاري وکړي نو د دوی پرسونل په تخنیکي برخه کښي ښه همکاري ورسره کولائ سي،د مرستیال ښاروال په خبره دا تاریخي ښار په هره برخه کښي کار ته اړتیا لري نو اوس ددې وخت دی چي ټول لاسونه سره ورکړو او د خپل ګران ښار په بیا جوړونه کښي په ښه توګه سره وظیفوي مسؤلیت اداء‌ کړو،وروسته د کندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند ددې پروژې پر تخنیکي برخه و ږغیدئ او له همکاره مؤسساتو څخه یې ځانګړې مننه وکړه چي د دوی سره د ښار په بیا جوړونه کښي ګډ کار مخته وړي،همدا ډول د سیمي اولسي مشرانو او استازو هم پخپل وار سره د کندهار ښاروالۍ او کاري ټيم څخه خاصه مننه وکړه چي د دوئ د کلونو کلونو غوښتنو ته یې رسیده ګي وکړه او ستونزي یې ورته حل کړې دوی ژمنه وکړه چي د ښاروالۍ د پلانونو په تطبق کښي به تل همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو انکشافي چارو په لړ کښي داځل په پنځلسمه ناحیه کښي د مرکزي یخ کاریز په سیمه کښي د یوه کانګریټي سړک جوړوني چاري عملأ پرانیستلې!