کندهار ښاروالۍ د ښار په دريمه ناحيه کي يوه کوڅه په اساسي ډول ورغول

کندهار ښاروالي د خپلو انکشافي کارونو په دوام داځل د ښار په دريمه ناحيه کي شهيد کوڅې ته څيرمه يوه کوڅه په اساسي ډول جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارل.
ياده جوړه سوې کوڅه ۱۴۰ متره اوږدوالی او ۷ متره بردوالی لري چي په اساسي ډول جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارل سوه.
ددې کوڅې په رغولو د همدې محل اوسېدونکو زياته خوښي و ښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.