کندهار ښاروالۍ له لوري په دريمه ناحيه ( ۶ ) ګذر کښي د يوې اساسي پروژې بنسټيزي چاري!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۲ - ۱۰:۳۵
کندهار ښار

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو فعالیتونو او پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي دا ځل په( ۳ ) ناحیه (۶) ګذر کښي د (۷۰۰) متره په اوږدوالي د یوه کانګریټي سړک د اساسي جوړوني چاري راپیل کړي دي چي (٪۱۰) پرمختیایي چاري یې تر اوسه مخته تللي دي او کار یې لا هم عملاً په ښه معیار روان دی.

دغه کانګریټي سړک چي پرمختیایي چاري یې د راتلوونکو پنځو میاشتو په حدودو کښي په بنسټيزه، معیاري او اساسي توګه سره سرته رسیږي په دغه پروژه کښي په مسلکي توګه سره ( ۱۲ ) او غیري مسلکي توګه سره ( ۱۰۶ ) تنو کاریګرو ته کاري فرصت پیداسوئ دی، د نړیوال بانګ په مالي مرسته او د (UNOPS) برنامې په مدیریت او د ښاروالۍ په تخنیکي مرسته ددې پروژې چاري عملاً مخته ځي. په دې پروژه کښي ټول کار د کاریګرو پواسطه مخته ځي او د اړتیا پرمهال له ماشینیرۍ څخه استفاده کیږي.

کندهار ښاروال «حسن حاجي صاحب» وائي: دخپلو ګرانو ځوانانو کاري فرصتونه ورته روحي سکون ورکوي، او هغه وخت د خوښۍ زیات احساس کوي کوم چي د دوئ په رغنیزو پروژو کښي ځوانان کاري بوختیا ولري؛ د کندهار ښاروال په خبره د ښاریانو د سهولت او ارامتیا په برخه کښي د ښاریانو اساسي لومړیتوبونو ته متوجه دی او کوښښ یې هم دادی چي د خپل کاري پرسونل سره په ګډ کار کولو سره په دې تاریخي او ویاړلي ښار کښي اساسي ښاري بنسټيز نوښتونه رامنځته کړي، ترڅو ګران ښاریان راحته سوي وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ له لوري په دريمه ناحيه ( ۶ ) ګذر کښي د يوې اساسي پروژې بنسټيزي چاري!