کندهار ښاروالۍ نن یوه بله رغنیزه او حیاتي پروژه په لسمه ناحیه کښي پيل کړه!

mohammadi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۴ - ۱۳:۴۹
د ښاروالۍ فعاليتونه

 

د ( ۱۰۴۰) متره په اوږدوالي د یوه استنادي دیوال پروژه کندهار ښآروال حسن حاجي صاحب پر داسي مهال په لسمه ناحیه د ګچ خانو په سیمه کښي افتتاح کړه چي د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند،د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب او د لسمي ناحیې اولسي مشرانو یې ملتیا کول.

دغه مهمه او اساسي پروژه چي دنړیوال بانګ لخوا د (۸۵۸۶۱) امریکایي ډالرو په لګښت د ( UNOPS ) همکاره مؤسسې په مدیریت او د کندهار ښاروالۍ په تخنیکي همکارۍ یې رسمأ نن چاري پیل سوې په راتلوونکو درو میاشتو کښي به ددې استنادي دیوال پرمختیایي چاري بشپړي سي ترڅو ګرانو ښاریانو او  دلسمي ناحیې اوسيدونکو ته بهتره ښاري سهولت برابر سوئ وي،په دې پروژه کښي په مسلکي توګه سره (۱۵) تنو او غیري مسلکي توګه سره ( ۸۰ )  کاریګرو ته کاري فرصت پیدا سو،ددې پروژې دتطبق پرمهال به ټول کار د کاریګرو لخوا سرته رسیږي او د اړتیا پرمهال به ماشینیري هم استعمالیږي،کندهار ښاروال حسن حاجی صاحب د پروژې په پرانیست مراسیمو کښي وویل:خوښ یم چي دخپلو معززه ښاریانو دخدمت په پار یوه بله مهمه او اساسي پروژه ګټي اخیستني ته سپارم او یوځل بیا ډیرشمیر خلګوته کاري فرصت پيدا کیږي هغه د سیمي له مشرانو او اولسونو وغوښتل چي ددې پروژې په ښه سرته رسولو کښي د دوی سره همکاري وکړي.

دسیمي مشرانو او استازو هم د کندهار ښاروالۍ وروستي فعالیتونه او پراخ انکشافي کارونه چي په کندهار ښار کښي روان دي هیله بخښوونکي وبلل او د کندهار ښاروال په ګډون یې د کندهار ښاروالۍ د ټول پرسونل څخه مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ نن یوه بله رغنیزه او حیاتي پروژه په لسمه ناحیه کښي پيل کړه!