کندهار ښاروالۍ په څوارلسمه (۱۴)ناحیه کښي د البلال روغتون شمال طرف ته د کوڅې د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي!

دوشنبه ۲۲ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش کال.
کندهار ښاروالۍ دخپلو روانو او پراخو پرمختیايي فعالیتونو په لړ کښي داځل په څوارلسمه (۱۴) ناحیه کښي د البلال روغتون شمال طرفته د ( ۱۳۳) متره په اوږدوالي د یوې چرۍ او کوڅې د کانګریټ کولو او د (۲۶۰) دانې سلبونو د اساسي جوړوني چاري راپیل کړي دي.
د یادوني وړ ده، چي ددې انکشافي پروژې ټولي مالي چاري د کندهار ښاروالۍ د مالي بودجې څخه ورکول کیږي.
په دې بنسټیزه او اساسي پروژه کښي په مسلکي توګه (۵) کسان او غیر مسلکي توګه (۱۰)کسانو ته د کار زمینه برابره سوې ده.
ددې پروژې په عملي کېدو سره د همدې سیمي اوسېدونکو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې مننه وکړل چي د دې کوڅې د جوړوني کار يې راپيل کړئ دی.