کندهار ښاروالۍ په (۱۴) ناحیه کښي د کوڅې د کانګريټ کولو چاري راپيل کړي دي!

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو او پراخو پرمختیايي فعالیتونو په لړۍ کښي داځل د کندهار ښار په څوارلسمه (۱۴) ناحیه کښي د مخابراتو شرق طرفته د (۱۲۰) متره په اوږدوالي د یوې کوڅې او چرۍ کانګریټ کولو او د (۲۴۰) دانې سلبونو د اساسي جوړوني چاري راپيل کړي دي او د (۲۰) ورځو په حدودو کښي به ئې رغنیز کارونه پای ته رسیږي.
د یادوني وړ ده، چي ددې انکشافي پروژې ټولي مالي چاري د کندهار ښاروالۍ د مالي بودیجې څخه ورکول کیږي.
ددې پروژې د عملي کېدو سره سم د همدې سیمي اوسېدونکو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه يې مننه وکړل، چي زموږ مشکلاتو ته په کتلو سره د دې کوڅې د کانګريټ کولو کار راپيل کړئ.