کندهار ښاروالۍ په ۷ ناحيه، ۵ ګذر کښي د یوې عمومي کوڅې د جوړولو چاري راپیل کړي دي!
دو شنبه ۲۳ / ۱۱ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیايي او انکشافي فعالېتونو په لړ کښي داځل د ۷ ناحیې اړوند په ۵ ګذر کښي د یوې عمومي کوڅې د جوړولو چاري په اساسي توګه راپیل کړي دي.
یاده کوڅه چي اوس مهال ئې د کیندل کارۍ چاري جریان لري، تقریباً ۵۷۰ متره اوږدوالئ او ۶ متره بردوالئ لري.
د يادي پروژې يوه هفته مخکي رغنیزي چاري راپیل سوې او پاته کارونه به ئې د ۴ میاشتو په موده کښي بشپړي سي.
په دغه بنسټیزه پروژه کښي اوس مهال ۴۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده، چي ۶ کسان په مسلکي توګه او ۳۴ کسان په غیري مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
ددغي عمومي کوڅې په جوړولو سره د پنځم ګذر اوسېدونکو زياته خوښي وښودل او له کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت
