کندهار ښاروال : موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۲:۵۱
کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات دا څرګندوني په هغه غونډه کي وکړې کوم چي د شفافیت او حساب ورکولو په مورد د کندهار ښاروالۍ د مشورتي بورډ غړو او د ناحیو دګذرونو وکیلانوته د کندهار ښاروالۍ لخوا جوړه سوې وه.

غونډي ته لومړی کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات پرانيستونکې وینا وکړه هغه د خپلو خبرو پر مهال وویل کندهار ښاروالۍ د روانو رغنیزو چارو او پرمختیایي پروژو تر څنګ د ولسي تړون او کارموندني پروګرامونه چي د دولت پروګرامونه دي کندهار ښاروالي یي د خلګو د ښېګڼي لپاره عملي کوي چي کندهارښاروال د همدې پروګرامونو په عملي کولو کښي د وکیلانو همکاري اړینه وبلل،کندهار ښاروال وویل وکیلان په ګذرونو کښي زموږ استازي دي باید خپله وظیفه په مسؤلانه توګه سره سرته ورسوي،د فساد پر ضد مبارزه وکړئ ددوئ په ساحو کښي چي کومي بنیادي پروژې په لاره اچول سوي دي باید نظارت یې وکړي او دمربوطه شرکت مسؤل سره یادي پروژې ته لاره پرانیزي چي ښه توګه سره عملي سي،په ناحیو کښي د روانو رغیزو چارو د خنډ د مخنیوي،د ښاروالۍ د پروګرامونو دښه جریاني حالت ساتلو، د ښاروالۍ د چارو څخه خلګو ته دښه عامه اګاهي ورکولو، د ښاروالۍ په تصامیموکښي د خلګو ګډون،په روانو پر مختیایي چارو کي د شفافیت رامنځته کولو، د ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ د یوې ډیري ښې د همکارۍ فضارامنځته کولو او نورو مهمو برخوکښي کندهار ښاروال څرګندوني وکړې همدا ډول کندهار ښاروال زیاته کړه وکیلان باید په ساحو کښي ستونزه حلوونکي و اوسي،کوم مسؤلیت چي وکیلان پرغاړه لري باید په ایماني،اسلامي او وجداني توګه سره هغه مسؤلیت ادا کړئ د ښاریانو لپاره د تر سره کوونکو پروژو په اړه خلګو ته باید مثبت ذهنیت ورکړئ،د ولسي تړون او کارموندني د پروګرامونو ترڅنګ د ټولو بنیادي پروژو په تطبیق کي دي مسؤلانه رول ادا کړئ،همدا ډول د هري ناحیې د ګذرونو وکیلان باید خپلي اړوندي ناحیې ته دیوه واحد کور په سترګه وګوري او دټولو معیاري،اوبنیادي پروژو په عملي کولو کښي له ښاروالۍ سره همکاره سي کندهار ښاروال وویل کندهار ښاروالۍ په مساوي اندازه په ټولو ناحیو کښي خدمات محیاکوي چي دا دخلګو دسهولت او ارامتیا لپاره ښه ګام دی ولي په دې برخه کښي نه باید وکیلان او نه هم دکندهار ښاروالۍ مامورین نامشروع غوښتني ولري .

کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو


کندهار ښاروال د هغه وکیلانو څخه مننه هم وکړه کوم چي د ښاروالۍ او ښاریانو ترمنځ یي دیوه وکیل په توګه په حقیقت کښي ښه او اغیزناکه رول لوبولی دی .کندهار ښاروال وویل د شکایتونو د برسۍ لپاره یې کمیټه جوړه کړې ده چي د ښاریانو شکایتونه برسي کوي هغه وویل دا د ښاریانو لپاره سهولت دی چي ددوی مشکلات او ستونزي تر موږ پوري په ښه توګه سره رارسیږي او موږ ددوی ستونزو ته رسیده ګي کوو ولي وکیلان هم باید په ناحیو کي په مسؤلانه او ښه توګه سره دخلګو ستونزو ته رسیده ګي وکړي تر څو د دولت ټولو پروګرامونو ته لاره هواره سي او د دولت او ولس ترمنځ واټن کم سي .

وروسته د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست لخوا د ۱۴۰۰مالي کال د لومړۍ ربعي راپور دمجلس له ګډونوالو سره شریک سو چي په ناحیو کښي رغنیزي چاري ترسره کول، په متوازنه پراختیا سره په ټولو ناحیو کي اړین او ضروري ضرورتونه رفعه کول،د عوایدو په ښه توګه سره راټولولو او بیرته په ښه توګه سره مصرفولو،اونورو برخو کښي چي کوم څه ترسره سوي او یا روان وه معلومات شریک کړه د شفافیت او حساب ورکولو د نني مجلس په وروستیو کښي د ګډونوالو سوالونو ته هم د مربوطه مسؤلینو له لوري جوابونه وویل سول کوم چي دموضوع اړوند یي درلودل.

کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو
کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو کندهار ښاروال :ـ موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال : موږ کندهار ښار ته د یو واحد کور په سترګه ګورو.