کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!
کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.
دغه دیوال چي (۱۹۴۰) متره اوږدوالۍ لري، رسماً ئې د رغووني چاري د کندهار ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري رئیس مولوي نورالباقي خادم او د یونپس مؤسيسې تخنیکي همکارانو له لوري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې.

دغه استنادي دیوال به د دوه نیمو میاشتو په موده کښي په اساسي ډول جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل سي.
په یادو پروژه کښي اوس مهال ۷۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ده چي ۱۰ کسان ئې په مسلکي توګه او ۶۰ کسان په غیر مسلکي توګه په کار کولو بوخت دي.
د یادوني وړه ده، چي د یاد استنادي دېوال د جوړېدو اساسي موخه د سړک حفاظت، ښکلا او د داسي نورو خطراتو مخنیوئ دی.
ددغه دېوال په جوړېدو سره د همدې سیمي اوسېدونکو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه يې ځانګړې مننه وکړه.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
