کندهار ښار کي ۵۶ ټنه تر وخت تېر خوراکي او غيري خوراکي توکي وسوځول سوه!

کندهار کي د مستهليکينو د ملاتړ کميسيون په تيرو پنځو مياشتو کي ۵۶ ټنه خوراکي او غيري خوراکي توکي چي تر وخت تېر، غيري قانوني او تقلبي وه راټول او د کندهار ښار په شمال کي د ميانکو په سيمه کي وسوځول سوه.
دغه مواد د کندهار ښار ترڅنګ د مختلفو ولسواليو څخه د مستهليکينو د ملاتړ کميسيون راټول کړي دي.
د مستهليکينو د ملاتړ کميسيون چي د ۱۱ رياستونو څخه جوړ دی پکښي کندهار ښاروالي ، امنيه قمنداني، صحت عامه، اقتصاد رياست، زراعت رياست، اطاق تجارت، امر بالمعروف رياست، مستوفيت... او داسي نور رياستونه پکښي شامل دي.
دغه کميسيون به په دوامداره توګه کندهار کي خپل نظارت جاري ساتي او ټول هغه مواد چي تر وخت تېر، تقلبي او غيري قانوني وي راټولوي او سوځي به يې