د کندهار ښاروالۍ نوي مامورینو ته د ظرفیت لوړوني ورکشاف جوړ کړ!

mohammadi_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۲:۴۷
ظرفيت لوړونه

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب، پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ امر، د ښاروالۍ د بشري منابع مدیریت مدیرانو او د ښاروالۍ نوي مامورینو ګډون کړئ وو په یاد ظرفیت لوړوني پروګرام کښي پر ډيرو مهمو او اساسي برخو خبري وسوې.

لومړی د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه وروسته یې نوي مامورینو ته وویل:کوښښ وکړئ د دې ډول ورکشافونو څخه اداري مهارتونه زده کړئ، کاري وړتیاوي پیاوړي کړئ، اداري نوښتونه رامنځته کړئ، او په چارو او کارونو کښي یو دبل اوږه واوسئ وروسته د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ ریاست په استازیتوب موسی جان زاهد په تفصیلي توګه سره ئې د تقنیني سندونو، قوانینو، مقرراتو او هم یې د ملکي خدمتونو، اداري او اجرائیوي فعالیتونو، اداري مهارتونو، اصطلاحګانو، د ملکي او قراردادي کارکوونکو پر کاري فعالیت خبري وکړې او پروسه یې په ښه توګه سره تشریح کړه، ښاغلي زاهد وویل: د کاري او تدابیري پلان، وظیفوي لایحې پیژندل، دفتري اصول، مکتوب، استعلام او پیشنهاد پیژندنه هغه څه دي چي په اداري مهارتونو کښي د مامور سره ډيره مرسته کولائ سي په کاري برخه کښي، همدارنګه ښاغلي زاهد د اداري مکلفیتونو، حقوقي او اداري امتیازونو ، سلسله مراتب او نورو اداري برخو طرحه او کاري اصول په ښه واضح توګه سره د مجلس ګډونوالو ته د یاد ورکشاف پرمهال بیان کړه.

ظرفيت لوړونه پروګرام

وروسته د کندهار ښاروالۍ د بشري منابع مدیر عبدالله خان عزيزي په مفصل ډول سره په عملي او تجریبوي توګه سره د اداري اصولو، مقرراتو، وظفیوي مسؤلیتونو، رسمي اسنادو، پلان او کاري راپورونو جوړولو په عرصه کښي په مفصل ډول سره خبري وکړې او کاري پروسه یې تشریح کړه، همدا ډول د کندهار ښاروالۍ د ارتقاء ظرفیت مدیر محب الله حبیبي د خپلو خبرو پر مهال د یاد ورکشاف ګډونوالو ته وویل: هڅه او کوښښ یې دادی چی راتلوونکي کښي به نور هم دغسي ګټور او مهم ورکشافونه د مامورینو د کاري سطحي لوړولو په مورد جوړ کړي ترڅو د ملکي خدمتونو ټول اصولو او مقرراتو سره مامورین بلد سوي وي.

د مجلس په وروستۍ برخه کښي د ګډونوالو ټولو سوالونو ته د اړوندو مسؤلینو لخوا جوابونه وویل سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ نوي مامورینو ته د ظرفیت لوړوني ورکشاف جوړ کړ!