کندهار ښاروالۍ په ( ۱۰ ) ناحيه د ويالې د سنګ کاري کولو پروژه افتتاح کړل!
کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو او پرمختيايي فعالیتونو په جریان کښي دا ځل د کندهار ښار په لسمه (۱۰) ناحیه، دریم (۳) ګذر کښي د (۴۰۰) متره په اوږدوالي د یوې ویالې د سنګ کاري کولو د پروژې افتتاح ترسره کړل.
ددې پروژې په افتتاح کښي د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب په شمول د ښاروالۍ اړوند مسؤلینو، او د يونپس مؤسيسې مسؤلينو ګډون کړئ وو.
په دغه پرمختیايي پروژه کښي په مسلکي توګه سره ۱۶۰۵ کسانو ته او په غیر مسلکي توګه سره ۸۳۷۶ ګاریګرو ته کاري فرصت پیدا سوئ دی.
د يادوني وړه ده چي د نوموړي ويالې د سنګ کاري کولو چاري به د ( ۳ ) مياشتو په شا او خوا کښي بشپړي سي
