کندهار ښاروالۍ په ۹ ناحيه کښي ۴ فرعي کوڅې په اساسي ډول ورغولې!
شنبه ۲۸ / ۱۰ / ۱۴۰۲ ه ش کال
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړ کښي داځل د ښار په ۹ ناحيه کښي څلور فرعي کوڅې د چريو او سلبونو په شمول جوړي کړې او د ګتي اخيستني لپاره پرانيستل سوې
دغه کوڅې چي تقريباً ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او ۳ متره بردوالۍ لري ټولي رغنيزي چاري يې د ۳ هفتو په موده کښي بشپړي سوې.
پر دغه پروژه چي تقريباً ۷ لکه افغانۍ لګښت راغلئ هره ورځ ۱۲ کسانو ته پکښي د کار کولو زمينه برابره سوې وه چي ۲ کسان په مسلکي ډول او ۱۰ کسانو په غيري مسلکي ډول کار کوئ.
د يادي سيمي خلګو د دغه کوڅو په اساسي ډول رغولو سره زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ځانګړې مننه وکړل
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت
