دکندهار ښار په ټولو ناحيوو کي تنظيفاتي چاري په منظم ډول جريان لري!

د ژمي په راتګ سره د کندهار ښار په ټولو ناحيو کي د پاتابونو، چریو او سړکانو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو راټولول شپه او ورځ په دوامداره توګه د یوه منظم پلان له مخي ترسره کیږي.
د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظیف عمومي مدیریت له لوري د تیرو دوو اونیو په جریان کي د ښار له بیلابیلو ساحو څخه (۱۳۷۶۱) متره مکعب کثافات راټول او د موټرانو په واسطه تر ټاکل سوي ځای پوري لېږدول سوي دي.
په همدې موده کي د یاد مدیریت کاري پرسونل له خوا د ښار د پاکارۍ په برخه کي د (۳۸۳) کیلو متره چرۍ او (۲۵۵) کیلومتره سړکانو جارو کښي ترسره سوې ده.
همدارنګه، د بارانونو او سیلابونو د مخنیوي لپاره د تنظیف کارکوونکو لخوا د ښار د پاتابونو او چریو د خلاصولو او پاکولو چاري هم دوام لري.
درنو ښاریانو!
ژمی په رانږدې کېدو دی، هیله ده، چي د خپل شاوخوا کثافات په ټاکل سویو ځایونو کي واچوئ، ترڅو زموږ د تنظیف کارکوونکي ئې پر وخت سره راټول کړي او تر ټاکلي ځای پوري ئې ولېږدوي