په څلورمه ناحیه کښي د ګذر د ولسي خبرو اترو مجلس جوړ سو.
د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحد شاهاشمي پر داسي مهال چي سکټوري او تخنیکي امر حسن الله اجواد د ناحیې امر او د مربوطه ناحیې د بريښنااو ښاري اوبو رسولو ریاست استازو او د څلورمي ناحیې مشرانو یې ملتیا کول د ګذر د ولسي خبرو اترو مجلس جوړ کړ.
په مجلس کښي د ښآري حکومتولۍ رئیس د مجلس هدفونه وویل چي د خلګو او دولت ترمنځ د ښې همږغۍ راوستلو،د ناحیو اوسېدونکوته د خپلو اړوندو مسؤلینو ور پیژندنه، دخلګو او دولت ترمنځ د کارونو په اجراکولو کښي ښه تصمیم نیونه،د بیلابیلو سکټورونو کوم چي د ښآر په ناحیو کښي فعالیتونه ترسره کوي ورڅخه د خلګو خبراوی او نور یاد کړه چي د ګذر د ولسي خبرو اترو مجلسونه په همدې موخه په ټولو ناحیو کښي جوړیږي ،وروسته د څلورمي ناحیې امر صالح محمد نوري د خپلي ناحیې لپاره پر عمومي معلوماتو سربېره د یادي ناحیې پر راتلوونکو فعالیتونو،پلانونو،او د خلګو او ناحیې پر مشترکي همږغۍ خبري وکړې دده ترڅنګ د کندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي امر په کندهار ښآر کښي د روانو پلانونو،نوو پروګرامونو او نورو مهمو فعالیتونو باندي خبري وکړې کوم چي کندهار ښاروالۍ یې په پلان کښي لري وروسته په وار سره دڅلورمي حوزې د پولیسو مسؤلینو،د ښاري اوبورسولواوکانال لیزیسیون مسؤلینو او د برېښنا ریاست مسؤلینو هم خبري وکړې او پخپله عرصه کښی یې د څلورمي ناحیې خلګو ته معلومات وکړه د مجلس په وروستي برخه کښي د څلورمي ناحیې د خلګو غوښتنو،پیشنهاداتواو وړاندیزونوته د اړوندو مسؤلینو لخوا جوابونه هم ورکړل سول.
