د پنځمي او شپږمي ناحیې خلګو ته دشفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سوه.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۱:۵۴
Kandahar Municipality

د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر پر داسي مهال چي د پنځمي او شپږمي ناحیې ولسي مشرانو یي ملتیا کول دشفافیت او حساب ورکوني غونډه جوړه کړه او پرمهال یي د خلګو ګډون دښاروالۍ په تصمیمونو خورا مهم وبلۍ او له خلګو یې وغوښتل چي پخپله دوامداره همکاري دښاروالۍ سره وکړئ،وخت پر وخت خپلي ستونزي او وړاندیزونه له اړوندي ناحیې سره شریک کړئ او هم په چارو کښي دناحیې مربوطه امر ته مشوره وکړي ترڅو په ګډه سره شته ستتونزو ته رسیده ګي سوې وي وروسته دکندهار ښاروالۍ دشفافیت او حساب ورکولو مدیر فرید احمد صدیقي د پنځمي ناحیې او شپږمي ناحیې خلګو ته ددوي له لوري دراټول سوو عوایدو،دوی ته په ناحیو کي دتر سره سوو کارونو او مصارفو،تیرو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه په مکمل ډول سره معلومات وړاندي کړه همدارنګه د مجلس د ګډونوالو سوالونو ته کوم چي په اړوندو برخوکښي یې درلودل هم د مسؤلینو لخوا قانع کوونکي جوابونه وویل سول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د پنځمي او شپږمي ناحیې خلګو ته دشفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سوه.