هر بنسټیزه پروژه د ښاریانو ژوند ته سهولت برابروي .

کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو فعالیتونو په لړ کښي دا ځل د ښار په شپږمه ناحیه کښي سړکان په اساسي اومعیاري توګه سر ه جوړوي چي له جملې څخه یې د شپږمي ناحیې اړوند نوښت ګذر کښي لومړی سړک د ۴۸۰متره په اوږدوالي او ۹،۵متره په عرض جوړیږي .
دوهم سړک د ۲۴۳متره په اوږدوالي او ۱۵متره په عرض جوړیږي .

ددې ترڅنګ د ۹۵متره په اوږدوالي استېنادي دېوال د ۴۸۹متره په اوږدوالي چرۍ هم په اساسي توګه سره په یاده پروژه کښي شامله ده دوه پلچکان او ۴۸۳دانې سلبونه هم په یاده پروژه کښي شامل دي ددې ترڅنګ کندهار ښاروالۍ دښار په پنځلسو ناحیو کښي دمتوازني پراختیا په اساس ښاریانو ته ښاري سهولتونه او سانتیاوي رامنځته کوي .