د کندهار ښاروالۍ لخوا د وکیلانو د ټاکلو کمیټې غړو ناسته وکړه او پرمهال یې د ښار په یو شمیر ناحیو کښي د خالي ګذرونو لپاره د طرزالعمل سره سم وکیلان وټاکل!

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پر داسي مهال چي د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب او دکمیټې غړو شتون درلودی د یو شمیر ناحیو د خالي ګذرونو لپاره یې د وکیلانو پروسه په شفافه توګه سره مخته یووړه او وکیلان د طرزالعمل سره وټاکل سول.
لومړی دا پروسه د وکیلانو ټاکلو کمیټې غړي عبدالواحد شاه اغا هاشمي تشریح کړه او ټول اړخونه یې په مفصل ډول بیان کړه چي وروسته په ښه او شفاف ډول انتخابات ترسره سوه چي
د دریمي ناحیې دوهم ګذر ته نظر محمد ځان کاندید کړئ وو داچي سیال یې نه درلودی د اسنادو په درلودلو سره یې د دوهم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړه .
د پنځمي ناحیې اووم ګذر ته محمد ولي د اسنادو په درلودلو او شرایطو په پوره کولو سره لاره پیداکړه.
د شپږمي ناحیې اووم ګذر وکالت ته محمدالله د شرایطو او طرزالعمل سره سم لاره پیدا کړه چي داهل تشیع د وکیلانو اتحادیې څخه یې ځان نوماند کړئ وو او سیال یې نه درلودی.
دولسمي ناحیې څلورم ګذر ته عبدالواحد د شرایطو اواسنادو په درلودلو سره لاره پیدا کړه اوسیال یې نه درلودی.
د پنځلسمي ناحیې اووم ګذر وکالت ته محموداغا چي سیال یې نه درلودی او شرایط یې پوره کړي وه لاره پیداکړه.
د څوارلسمي ناحیې د دوهم ګذر وکالت ته څلور تنه کاندیدان وه چي یو نفر یې غیرحاضرو او د درو تنو عبیدالله اومحمد او بشیراحمد ترمنځ انتخابات ترسره سوه چي محمد وکولائ سوای د شرایطو اواسنادو په نظر کي نیولو سره د څوارلسمي ناحیې دوهم ګذر وکالت ته لاره پیدا کړي.
وروسته کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وویل:د خپلو ناحیو اوسيدونکو او ګرانو ښاریانو لپاره صادیقانه خدمت وکړئ،دا ښار پر موږ حق لري چي په هره عرصه کښي ورته ښاري اسانتیاوي برابري کړو تاسو د اولسونو او کندهار ښاروالۍ ترمنځ د یوه قوي پول رول ادا کړئ وروسته وکیلانو هم د کندهار ښاروالۍ د یادي کمیټې د شفافي پروسي څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چي په ښه توګه سره به وظیفوي مسؤلیت اداکوي.