د ( ۱۱۰ ) پايو سولر څراغانو د پروژې افتتاح ترسره سول!

mohammadi_admin
Thu, Jul 13 2023 8:39 AM
پرانيست مزاسیم

چهار شنبه ۲۱ / ۴ / ۱۴۰۲ ه ش کال.

د کندهار ښار په شاه بازار کښي نن چهار شنبه د ملګرو ملتونو( يو آین هبيتات ) مؤسيسې لخوا د ( ۱۱۰ ) پايو سولري څراغانو د پروژې افتتاح ترسره سول، چي پکښي کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب، د ښاروالۍ نورو مسؤلينو او په افغانستان کښي د ملګرو ملتونو ( يو اين هبيتات ) مؤسيسې مشر( سيد سعدالله وهاب ) او عامو هيوادوالو ګډون کړئ وو.

د يادي افتتاح د پيل وينا د کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب وکړل او د ملګرو ملتونو ( يو اين هبيتات ) مؤسيسې څخه يې ځانګړې مننه وکړل چي د نورو رغنيزو کارونو ترڅنګ يې د ښار په روښانه کولو کښي هم بې ساري هلي ځلي کړي دي او هم يې د لازياتو همکاريو غوښتنه ورڅخه وکړل.

ورپسې په افغانستان کښي د ملګرو ملتونو ( يو اين هبيتات ) مؤسيسې مشر سيد سعدالله وهاب خبري وکړې او د کندهار ټول اولس ته يې د دغه ستري پروژې مبارکي وويل او هم يې د ټولو ښاريانو څخه غوښتنه وکړل چي د خپل ښاروالۍ سره اوږه پر اوږه کار وکړي تر څو د ښار په پرمختګ او ښکلا کښي مو پوره برخه اخيستې وي.

سيد سعدالله وهاب په خپلو خبرو کښي وويل چي ددغه سولر څراغانو نصبول به د ( ۲ ) مياشتو په موده کښي بشپړ سي.

دغه څراغان چي په چين هيواد کي په فرمايشي ډول جوړ سوي او راغوښتل سوي دي، په اتومات ډول به د شپې لخوا روښانه کيږي او د ښار په روښانه کولو او ښکلا کښي به پوره رول ولوبوي.

د يادو سولري څراغانو د پروژې لګښت ( 81,902 ( امريکايي ډالر کيږي چي د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق (STFA) لخوا ورکول کيږي.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

د ( ۱۱۰ ) پايو سولر څراغانو د پروژې افتتاح ترسره سول!