د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د نساجي سړک جنوب طرف ( دوهم فاز) سړک د اساسي جوړولو د پروژې تړون د شرکت ساختماني انجینري و سړک سازي الاسکا چي د جواز شمېره ئې( D-29899)ده، په مبلغ ۱۰۱۸۷۳۸۲۰ یو سل او یو میلیون اته سوه درې اویا زره اته سوه شل افغانیو ترسره کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چي په دې برخه کي هر ډول نیوکه ولري، کولای سي خپلي نیوکي له لیکلو دلایلو سره یوځای د دې خبرتیا د نشر له نېټې څخه تر ۵ کاري ورځو پوري د کندهار ښاروالۍ د ودانیزو چارو او مشورتي خدماتو د تدارکاتو مدیریت ته سلستاً وړاندي کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د عقد په معنی نه ده او د یادي مودې او قانوني پړاونو تر بشپړېدو پوري به تړون عقد نه سي.
