د اولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند ژمنه او ۱۵م ناحیې لونګ ګذرونو د سړک، چرۍ، سلبونو او پلچکونو د پروژې اعلان

Anonymous (not verified)

Publish Date

Closing Date

تفصیل يې په لاندي ډول دي
د ژمني ګذر د پروژې عمده فعالیتونه:
1. سړک : ( طول: 785 متره، عرض 7 متره )
2. سړک : ( طول: 577 متره، عرض 8 متره )
3. سړک : ( طول: 55 متره، عرض 8 متره )
4. چرۍ: ( طول: 1730 متره، عرض 0.8 متره )
5. سلبونه: ( تعداد 230 ، طول 0.8 متره، عرض 0.5 متره ، ارتفاع 0.15 متره)
د لونګ ګذر د پروژې عمده فعالیتونه
1. سړک 1 : ( طول: 1351 متره، عرض 7 متره )
2. چرۍ: ( طول: 1812 متره، عرض 0.8 متره )
3. بکس پلچکونه ( تعداد: 2 ، طول : 7.3، عرض 1 )
4. پلچکونه ( تعداد: 2 ، طول : 7.6، عرض 1 &2 )
5. سلبونه: (تعداد: 304 ، طول 0.8 متره، عرض 0.5 متر، ارتفاع 0.15 متره)
هغه ساختماني شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د جوزا د میاشتي له 26 م څخه د سرطان د 1 نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات
2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)
3. د پروژی تخنیکي پروفایل
4. Technical Specification 4000
د پروژې داوطلبي د ۱۳۹۹ کال د سرطان پر ۲م نیټه یعني د 2020 کال د جون د میاشتي پر 22 م سهار پر ۱۰ بجې د ژمنه ګذر او په همدې ورځ سهار پر ۱۱ بجې د لونګ ګذر دا د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.
نوټ:
۱. هغه شرکتونه چې د اول ځل لپاره د ولسي تړون د پروګرام په داوطلبۍ کي ګډون کوي، مکلف دي چې د پورته ذکر سويو مواردو په نظر کي نیولو سره سره ، د خپلو ساختماني شرکتونو اصلي جواز، د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکړل سوی اصلي جواز او د ترسره کړي مشابه پروژې اصلي قرارداد د آفر سپارلو سره یو ځاي، کمیټې ته تسلیم کړي.
۲. په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.
اړیکې: د ژمني ګذر د شورا رئیس: 0708508558. د لونګ د شورا رئیس: 0700321240
. د ولسي تړون د پروګرام د ولایتي دفتر استازی 0704003112. د همکاري مؤسسې استازی 0700552428
د اسنادو تر لاسه کولو له پاره په لاندي لینک/ادرس کلیک کړئ!

More tenders

Wed, Feb 05 2020 9:59 AM
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders