هره رغنیزه پروژه د ښاریانو ستونزي رفعه کوي.
کندهار ښاروالۍ د خپلو روانو رغنیزو پروژو په دوام د ښار په دولسمه ناحیه کښي د ۹۳۰متره په اوږدوالي او ۱۰متره په عترض یو سړک ورغوۍ،د دې سړک سره په څنګ کښي چرۍ هم جوړي سوې چي د محل او سیمي د اوسېدونکو مهمه ستونزه چي د یاد سړک د جوړېدو په برخه کښي یي درلودل او په وار وار یي غوښتنه کړې وه چي باید یاد سړک په اساسي توګه سره جوړ کړل سي چي له ښه مرغه کندهار ښاروالۍ وکولای سوای یاد سړک کوم چي د سیمي داوسېدونکو مهمه اړتیا وه جوړ کړئ .
کندهار ښاروالۍ په ټولو ناحیو کښي په مساوي اندازه خدمات عرضه کوي او د خپلو پلانونو په تطبیق کښي د خپلو معززو ښاریانو همکاري مهمه بولي .