د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالۍ خبرتیا

دا چي د نن څخه کلنو مخکي د افغانستان غیرتي او مجاهدي خاوري ته د نړیوالي ټولني ځبرځواک امریکا راغلل او د افغانستان جنتي خاوره یې اشغال کړه، په میلینونو شهیدان او زخمیان زموږ دا وسوه، مهاجریتونه وسوه مګر د ااا مارت سپېڅلو او باتعهدو مجاهدینو د هغه وخته څخه ددوی د راتګ سره سم اسلامي بیرغ پورته کړ او د دې مقدسي خاوري څخه یې ددوی د وتلو پر ضد جهاد اعلان کړ چي تر ډیرو قربانیو وروسته د امریکا اشغال ختم سو اوله ګران هیواد څخه مو کډه کوي نو د امریکا د وتلو په خوشحالي کي د افعانستان مسلمه امت د ازادۍ ورځي لمانځلو تصمیم نیولی دی چي په همدې اساس کندهار ښاروالي په کندهار ښارکي ټولو د سوداګریځو مارکیټونو مسؤلینو، دکاندارانو او عاموښاریانوته خبر ورکوي سر له همدا اوس څخه یو یو سپین بیرغ پخپلو هستوګنځیو او دکانونومخته ځوړند کړي ترڅو زموږ دمومن ولس لخوا دا سپېڅلې ورځ په ښه مذهبي مراسیمو سره ولمانځل سي.

په درنښت

حسن حاجي صاحب

کندهارښاروال