په نهمه ناحیه کي د هغه اعمارونو مخه ونیول سول کوم چي غیري قانوني جوړېدل.
د کندهار ښاروالۍ د نهمي ناحیې امر حمیم صاحب وایې د خپلي ناحیې په اړوندو برخوکښي یې د ټولو هغه اعمارونو مخه نیولې ده کوم چي غیري اصولي یې جوړول او د ښاروالۍ قانوني امر یې نه وواخیستی د ښاغلي حمیم صاحب په وینا د دې ترڅنګ یې د ځمکو دغصب مخه هم نیولې ده او په زیات شمیر هغه ځمکي یې له غصب څخه خلاصي کړي دي کوم چي په یو اوبل نومونو خلګو لاندي کولې د دې ترڅنګ د نهمي ناحیې امر په اړونده ناحیه کي د ښاري نظم را وستلو په منظور هم خلګوته خبر ورکړي دی چي پیاده رونه تخلیه کړي او عامي لاري څوک غصب نکړي ترڅو دناحیې اوسېدونکو ته ښاري سهولتونه برابرکړل سي .